زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2023/12/15 - 08:15:2
زيارة: 245
مشاركة مع الـأصدقاء

د خبرو له لارې د ستونزو په حل د مولوي کبیر ټینګار
 د خبرو له لارې د ستونزو په حل د مولوي کبیر ټینګار

انصار: (د لیندی ۲۴ مه) د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له څه موده غیابت وروسته دندې ته له ستنېدو سره، په خبرو د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار کړی.

  مولوي کبیر د برېټانیا سفارت له شارژدافیر چارټرټن ډېکسن سره د لیدنې پر مهال ویلي: موږ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړو او د افغانستان اړوند مسایل دې د خبرو له لارې حل شي.

دغه طالب مقام همداراز د دوی د رژیم استازي ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ پر ورکړې ټینګار کړی.

د مولوي کبیر دفتر نه دي ویلي چې د برېتانیا شارژدافیر له هغه سره د لیدنې پر مهال پر کومو مسایلو بحث کړی او د طالب لوري څرګندونو ته یې غبرګون څه و.

د طالبانو دغه چارواکي داسې مهال په خبرو د ستونزو د حل او نړۍ سره د مثبت تعامل خبره کړې چې تر دې مخکې د طالبانو یو شمېر افراطي چارواکو له نړۍ سره د دوی د رژیم د تعامل خلاف خبرې کړي.

له هغې ډلې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم چې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده د تر ټولو افراطي ډلې له مهمو کسانو ګڼل کېږي، څو ځله د ویناوو پر مهال نړیواله ټولنه پر دوی د ناسمو فرماېشاتو په تپلو تورنه کړه او ورسره یې مخالفت وښود.

څارونکي باور لري چې طالب چارواکي د یو موټي والي او واحد دریځ د لرلو له ټولو ادعاوو سره- سره د ډېرو مسایلو په اړه ضدو نقیض دریځونه لري او د دریځونو همدا تناقض یې د ناکامۍ یو دلیل دی.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29005






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم